انصار: (د وږی ۲۵مه)، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په پلان کې لري، چې نن یکشنبه په لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيل کړي.
د اوبو او انرژۍ په وزارت کې طالب چارواکي زیاتوي، چې د دې کانال د لومړي فاز لاټ چارې به د لوړپوړو طالب چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پيل شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د لغمان پر شاهي کانال پروژه باندې کابو ۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت شاوخوا ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
بل لورته د لغمان اوسېدونکي هم د دې پروژې پيل ته خوښ دي او هیله مندي ښيي چې ورسره به په دې ولایت کې په زیات شمېر ځوانان په کار بوخت شي.
د اقتصاد یو شمېر پوهان دا ډول پروژې په لویه کچه د هېواد لپاره ګټورې بولي خو ټينګار کوي چې، طالبان دې پروژې پشپړاوي ته ورسوي نه دا چې نیمګړې دې پاتې شي.
دوی وایي یو شمېر پروژې د رسنیو په سرټکو پيل خو وروسته کلونه تېر شي اما پروژه نیمګړې او بیا یې د پوښتنې څوک نه وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33460